د سین هوا اژانس دخبر له مخې د متحده ایالاتو د زېرمو فیدرالي کمیټې د روانې میاشتې په ۸ مه نېټه د پولي تګلارې په اړه له یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې له 2 سلنه څخه تر 2.25 سلنه پورې به د فیدرالي فنډ نرخ وساتي چې د بازار له اټکل سره به سمون وخوري.
یادې کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې له سپتمبر میاشتې راهیسې د امریکا استخدام بازار د پیاوړې کېدو، اقتصادي کړه وړه د پراخیدو او کورنی مصرفونه د زیاتیدو په حال کې دي خو د تصدیو د پانګونې زیاتوالی د کال د لومړیو څو میاشتو په پرتله ورو شوی دی. په عین وخت کې د امریکا عمومي پاړسوپ او د خواړو او انرژیو پرته کلیدي پاړسوپ تر 2 سلنه پاتې شوی دی او له اوږده نظره د پاړسوپ وړاندویه هم نه بدلیږي.
دغې کمیټې دا هم وویل چې په پرله پسي توګه د نرخ زیاتول د امریکا له اقتصادي حالاتو او د دغې کمیټې د پولي تګلارې له موخې سره سمون لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |