CRI Online

لي که چيانګ د کيوبا د دولتي شورا له مشر ميګويل ماريو ډياز کانيل سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 10:50:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د اتمې نېټې له غرمې وروسته د خلکو په لوی تالار کې د کيوبا د دولتي شورا او د وزيرانو کانګريس له مشر ميګويل ماريو ډياز کانيل بيرموديز سره وکتل.

لي که چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، د چين او کيوبا ترمنځ عنعنوي دوستي ژوره ده او تل يې يو پر بل باور کړی او متقابل ملاتړ لري. رئيس شي جين پينګ به له تاسو سره خبرې اترې وکړي او په ګډه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ پلان وټاکئ. چين هيله لري چې له کيوبا سره د نوې انرژۍ، معلوماتي مخابراتو او ايکولوژيک درملو په مهمو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د چين حکومت په کيوبا کې د چيني تصديو د پانګونې او کار و بارو ملاتړ کوي.

ډياز کانيل وويل، چې چين د کيوبا ښه ملګری هېواد دی. د چينايانو په اړه د کيوبا د خلکو په زړونو کې احترام او احساسات شته دي او د چين له دايمي ملاتړ او مرستو څخه مننه کوي. هيله لرم چې زما د دغه سفر له لارې د کيوبا او چين ترمنځ اړيکې لا ټينګې شي، عالي رتبه راکړې ورکړې يې نژدې شي، په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې شي، د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د فعال ګډون له لارې يې تګ راتګ او متقابلې زده کړې زياتې شي څو دواړه هېوادونه ګډ پرمختګ ومومي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای