CRI Online

په هند کې د ښځینه پيلوټانو توازن د نورو هېوادونو په پرتله لوړ دی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 10:58:51
په هند کې د ښځینه پيلوټانو توازن د نورو هېوادونو په پرتله لوړ دی

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د هند خبري رسنیو د روانې میاشتې په ۸ مه نېټه خبر ورکړ چې د ښځینه پیلوټانو نړیوالې ټولنې د تازه شمیرنې سره سم د هند د ښځینه پیلوټانو توازن د هیواد د ټولو پیلوټانو 12.4 سلنه برخه نیسي چې په نړۍ کې ترټولو نه لوړ دی.

اوس په هند کې 8797 پیلوټان شته دي چې له دغې جملې څخه 1092 ښځې دي او 385 تنه د ټولیمشرۍ دندې پر غاړه لري. همداراز په نړۍ کې د ښځینه پیلوټانو منځنی توازن یوازی 5.4 سلنه ته رسیږي.

د هندیګو هوایي شرکت ویاند وویل چې په تیرو ۵ کالونو کې د دغه شرکت د ښځینه پیلوټانو شمیر له 80 تنو څخه څه دپاسه 300 تنو ته رسیدلی دی چې له دغې جملې څخه ځینی ښوونکي او مسولین شوې دي او دوه تنه یې د هند د ملکي الوتکې عمومي ادارې له خوا د څارونکي په توګه ټاکل شوې دي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای