CRI Online

وانګ یي له خپلې استرالیایي سیالې سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 11:02:29
وانګ یي له خپلې استرالیایي سیالې سره خبرې اترې وکړې

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي د روانې میاشتې په ۸ مه نېټه په بیجینګ کې له خپلې استرالیایي سیالې ماریسی پاینی سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځم پړاو دېپلوماتیک او ستراتیژیک دیالوګ وکړ.

له نوموړې سره په خبرو کې وانګ یي وویل چې د استرالیا نوی حکومت څو ځله له چین سره د اړیکو په اړه مثبت دریځ څرګند کړی دی. هیله من دی چې یاد دریځ عملي کړي.  چین د دې ستاینه کوي چې استرالیا په فعاله توګه د چین لومړنی وارداتي نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ او چین د دې هرکلی کوي چې د استرالیا په ګډون لازیات هېوادونه د یو کمربند او یوې لارې په اړه همکارۍ وکړي. چین غواړي له استرالیا سره په څواړخیز میکانیزم کې تبادله پیاوړې کړي او په ګډه سره څواړخیزم او ازاد تجارت وساتي. نوموړي په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه چې استرالیا په مخطاط ډول د تایوان او سمندر د حساسو مسئلو په اړه کار وکړي.

پاینی وویل چې استرالیا په دې نطر کې ده چې یو سمسور چین د نړۍ په ګټه دی. د چین د اغیزې زیاتوالی واقعي دی او استرالیا یې پوځي ګواښ نه بولي. هرکلی کوي چې چین په استرالیا کې پانګې زیاتې کړي. د یو کمربند او یوې لارې همکارۍ د سیمې د بنسټیزو تاسیساتو لپاره خدمتونه هم کولی شی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای