CRI Online

په جرمني کې د چين سفارت د چين د شينجيانګ د بشري حقوقو په اړه د جرمني د فډرالي پارلمان د بحثونو په ځواب کې يوه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 11:22:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جرمني فيډرالي پارلمان د نومبر په اتمه نېټه د چين له سخت مخالفت سره سره د چين د شينجيانګ د بشري حقونو پر مسئلې د تش په نامه بحثونه وکړل او له امله يې پر چين نيوکه وکړه. په جرمني کې د چين سفارت وياند د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چين د جرمني د يادې کړنې په هکله ناراضي ښکاره کوي او د جرمني فيډرالي پارلمان او حکومت ته جدي احتجاج څرګندوي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې شينجيانګ د چين د خاورې يوه برخه ده او د شينجيانګ مسئله د چين ملي حاکميت او کورنيو چارو پورې اړه لري. شينجيانګ يوې نوې پرمختيايي مودې ته داخل شوی دی. د شينجيانګ خلک د چين له اساسي قانون سره سم ټول سياسي او اقتصادي حقوق او د مذهبي عقيدو ازادۍ لري. په ۲۰۱۳ کال کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له عملي کېدو وروسته، شينجيانګ لويديځ ته د چين د ورخلاصون دروازه ګرځېدلې ده. په ۲۰۱۷ کال کې د شينجيانګ د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۷.۶٪ زيات شوی او د سيلانيانو شمېر يې له سل مليونو تنو څخه اوښتی دی. د شينجيانګ نفوس ۲۳ مليونه تنه دی او پکې له ۱۰ مليونو نه زيات مسلمانان دي. د شينجيانګ په نفوس کې د مسلمانانو انډول د نړۍ لوړه کچه لري.

چين د جرمني له فيډرالي پارلمان څخه غوښتنه کوي چې پر چين بې دليله نيوکه بنده کړي او د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه يې لاس واخلي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای