CRI Online

يوې کومې ډيجيټالي نړۍ ته اړتيا لرو؟

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 11:26:56

د انټرنيټ ۵م نړيوال کنفرانس د چين په وو جن کې روان دی. ګډون کوونکي په دغې درې ورځنۍ غونډه کې د باور او ګډې ادارې په بڼه د ډيجيټالي نړۍ د ابادۍ او په انټرنيټ کې د ګډ برخليک ټولنې د ګډ تاسيس تر عنوان لاندې بحثونه، خبرې اترې او نندارې تر سره کوي.

د روان کال د جون تر پايه پورې، په نړۍ کې د انټرنيټي استعمال انډول له ۵۵ سلنې څخه زيات شوی، يعنې شاو خوا ۴ مليارډه ۲۰۰ مليونو تنو د انټرنيټ له لارې معلومات تر لاسه کړي او له امله يې د پوهنو موندلو لارې چارې، د ژوند موډلونه، د فکر لارې او د ارزښت افکار بدل شوي دي، نو د انټرنيت په وسيله خپاره شوي محتويات ډېر مهم دي. په دغو محتوياتو کې له ناورينونو، پېښو او رسوايو څخه ډډه نه شي کېدای او د پټو معلوماتو او اسرارو خپرېدل نه شي بندېدای، خو معلومات بايد رښتيني او د باور وړ وي او سرچينې بايدقانوني وي.

په اوسنۍ زمانه کې د معلوماتي محتوياتو اداره او د معلوماتي ډګرونو نظارت او انتظام د نړيوالې ټولنې له څو اړخيز ګډون څخه نه شي جلا کيدای. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په وينا، که څه هم انټرنيټ غير فزيکي جوړښت لري، خو د انټرنيټ ټول استعمالوونکي فزيکي جوړښت لري، بېلا بېل هېوادونه بايد په انټرنيټي فضا کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای