CRI Online

د چين د ډيجيټالي اقتصاد په برخه کې د سرمايو د راغونډولو او پانګولو ټولنه تاسيس شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 14:06:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په ۸مه نېټه د انټرنيټي شبکې د ۵مې نړيوالې غونډې پر مهال، د چين د انټرنيټي پانګونې صندوق، د چين د معلوماتو او مخابراتو اکاډمۍ، د انټرنيټي بېړنيو پېښو ملي مرکز، عليبابا، تينسنټ او بايډو په شمول له ۵۰ نه زياتو ارګانونو په ګډه د چين د ډيجيټالي اقتصاد د پانګونو او پولي چارو ټلنه جوړه کړه.

له تېرو څو کلونو راهيسې د چين ډيجيټالي اقتصاد چټک پرمختګ موندلی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د چين د ډيجيټالي اقتصاد عمومي ارزښت ۲۷.۲ زره مليارډه يوانه و چې په نړۍ کې يې دوهم ځای نيول و، دا رقم د چين د کورنيو چارو په عمومي ارزښت کې ۳۲.۹٪ برخه نيولې، نو ډيجيټالي اقتصاد د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره عمده انجين بلل کيږي.

د معلوماتو له مخې، ياده ټولنه به د دولتي تګلارو تر لارښوونې لاندې د چين د ډيجيټالي اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ په موخه د حکومت، ډيجيټالي تصديو او د پانګه اچونکو ارګانونو ترمنځ د همکاريز ډګر د جوړولو لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای