د سین هوا اژانس د خبر له مخې د امریکا د مالیې وزارت د روانې میاشتې په ۸ مه نېټه اعلان وکړ چې پر ۳ کسانو او ۹ سازمانونو به بندیزونه ولګوي. د دغه وزارت په وینا د دغو بندیزونو لامل دا دی چې یادو کسانو او سازمانونو د اوکراین مسئلې په اړه د روسیې له دریځ څخه ملاتړ کړی دی.
یاد کسان او سازمانونه د اوکراین او روسیې دي. د امریکا د مالیې وزارت په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې له یادې جملې څخه دوو کسانو او یو سازمان بشري حقوق تر پښو لاندې کړی دی او بل کس او نورو ۸ سازمانونو په کریمیا کې د روسیې ګټې هڅولې دي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې په امریکا کې به د یادو کسانو او سازمانونو شتمني کنګل شي او امریکایي اتباع به اجازه ونه لري چې له دوی سره تجارت وکړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |