CRI Online

په چين کې د بوينګ شرکت مشر: د چين پټ بازار ستر قوت لري

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 15:31:49

اوس په جو های ښار کې د چين د هوانوردۍ ۱۲م نړيوال نندارتون روان دی. د ۴۳ هېوادونو او سيمو ۷۷۰ چيني او بهرنيو شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون کړی دی. د ياد نندارتون په سروازه نندارځي کې چې مساحت يې ۴۰۰ زره متره مربع دی، ۱۴۰ ډول ډول الوتکې نندارې ته وړاندې شوي چې شمېر يې د تېرو دورو په پرتله زيات دی. په چين کې د بوينګ شرکت مشر جوانګ بو ژون خبريال ته وويل، چې د چين د هوانوردۍ نندارتون پيمانه د پراخوالي په حال کې ده، دا د بوينګ شرکت لپاره يو مهم ډګر دی.

نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۷ کال کې بوينګ شرکت پر چين ۲۰۰ ملکي الوتکې پلورلې دي، په

روان کال کې به تر ياد شمېر زياتې الوتکې پرې وپلوري. نوموړي دا هم وويل چې په راتلونکو ۲۰ کلونو کې به د چين ملکي هوايي بازار شاو خوا ۷۷۰۰ نويو الوتکو ته اړتيا ولري چې عمومي ارزښت به يې ۱.۲ زره مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيږي، نو زموږ لپاره ډېر فرصتونه شته دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای