CRI Online

د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان مختلفه بڼه نندارچيانو ته وړاندې شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 17:31:52

د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان مختلفه بڼه نندارچيانو ته وړاندې شوه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په شانګهای ښار کې د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمه نېټه پيل او تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي. افغانستان چې د لس کلن اصلاح په موده کې دی، هم په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره يو پلاوی راليږلی.

زموږ خبريالې په دغه نندارتون کې وليدل چې د افغانستان غرفه له خپلو ملي ځانګړتياوو څخه ډکه ده. ديوالونه او ځمکه يې په لاسي غاليو ښکلا شوې، د نندارې په الماريو کې د لاجورد رنګارنګ اثار او وچې مېوې ايښې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نندارتونونو رياست مشر ذبيح الله يوسفي زموږ خبريالې ته وويل، د چين نړيوال وارداتي نندارتون افغانستان ته د خپلو صادراتو نندارې ته د وړاندې کولو لپاره يو ښه فرصت برابر کړی دی. هغه وويل

((کله چې نندارچيان د افغانستان غرفې ته راځي، نو دوی به يو داسې افغانستان ومومي چې له جګړې او نورو منفي خبرو سره هېڅ تړاو نه لري. موږ دلته د افغانستان هنر او کلتور، ارامتيا او ښه کيفيت لرونکي توکي راوړي چې ترې ښکاري چې افغانستان فعال توان لرونکی دی. ))

په دغه نندارتون کې ((د عظمي ورور)) په نوم تجارتي شرکت يوازينی افغان شرکت دی چې په خپلو پيسو يې نندارځی واخيست. دغه شرکت د اوږدې مودې لپاره د چين او افغانستان په دوه اړخيزې سوداګرۍ لګيا دی او په شانګهای او يي وو ښارونو کې خپل دفترونه لري. مخکې يې په عمده توګه له چين څخه د ژوند د اړتيا وړ توليدات افغانستان ته وارد کړي، په وروستيو کلونو کې يې چين ته د لاسي غاليو او زعفرانو په شمول د افغان ځانګړو توکو په صادرولو پيل کړی. زموږ خبريالې وليدل چې څو سوداګرو له ياد شرکت سره په داسې حال کې د همکارۍ ابتدايي موافقې لاسليک کړې چې نندارچيانو د دې شرکت له نندارځي څخه ليدنه کوله

د مالوماتو له مخې، دا چې افغان پلاوي په عادي توګه په دغه نندارتون کې ګډون کړی، په افغانستان کې د چين سفارت ترې

 

 ډېر ملاتړ کړی و. ښاغلي ذبيح الله يوسفي هم د چين له سفارت څخه مننه څرګنده کړې ده.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او افغانستان ترمنځ سوداګريزې همکارۍ ژورې شوې. د ۲۰۱۶ کال په مې مياشت کې چين ته د افغانستان د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د سفر په وخت کې دواړو خواوو چين ته د افغان زعفرانو د صادرولو لپاره د څارنې او قرنتين تړون لاسليک کړ. د ۲۰۱۸ کال په جون مياشت کې د چين په چينګداو ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني د ګډون په وخت کې دواړو خواوو چين ته د افغانستان جلغوزو د صادرولو تړون هم لاسليک کړ. د نومبر په شپږمه نېټه يعنې د دې نندارتون په موده کې يوه ځانګړې الوتکه چې پکې افغان جلغوزي بار وو، له کابل څخه شانګهای ته ورسېدله. په افغانستان کې د چين سفارت د سوداګرۍ ادارې مستشار تيان ګوانګ لې وويل

((اوس د افغان جلغوزو د ليږدولو لپاره يوه هوايي مستقيمه کرښه پرانيستل شوې ده او په يوه الوتکه کې لسګونه ټنه جلغوزي ليږدول کېدای شي. د دې ليږدونې له کبله به د جلغوزو زيانونه کم شي او افغان بزګرو ته به په نږدې وخت کې ګټې تر لاسه شي. ))


 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای