CRI Online

وو جن کې د انټرنيټ نړيواله غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 20:24:59

د انټرنيټ د پنځمې دورې درې ورځنۍ نړيواله غونډه د نومبر په نهمه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه دارۍ کې پای ته ورسيده.

د چين د انټرنيټي معلوماتو د ملي دفتر مشر جوانګ رونګ ون د يادې غونډې د پای په مراسمو کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته ډېره پاملرنه کوي او په ځانګړې توګه يې ورته د مبارکۍ پيغام واستاوه چې پکې يې د ګډون کوونکو مېلمنو هرکلی يې وکړ، د ډيجيټلي نړۍ او د انټرنيټي فضا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه يې مهم نظرونه وکړل او د برخوالو او نړيوالې ټولنې لخوا وستايل شول.

د ۷۶ هېوادونو او سيمو څه باندې ۱۵۰۰ مېلمنو په ياده غونډه کې ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين د انټرنيت پرمختګ او د نړۍ د انټرنيټ پرمختګ راپورونه خپاره شول چې د نړۍ د انټرنيټي شبکې د پرمختګ لپاره يې لارښوونې کړې دي.دغه راز د وو جن لرليد راپور هم خپور شو چې د نړۍ د انټرنيټي شبکې د راتلونکي پرمختګ په اړه يې ښه نقشه جوړه کړې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای