CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې مرستيال مشر جانګ چون شيان د يوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 20:54:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې مرستيال مشر جانګ چون شيان د نومبر له ۸مې څخه تر ۹مې نېټې پورې د پاکستان د ملي پارلمان په بلنه د يوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر وکړ چې په جلا جلا توګه يې د دې هېواد د سنا مجلس او د ملي پارلمان له مشرانو سره ليدنه وکړه.

جانګ چون شيان وويل، د چين او پاکستان ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې له تاريخي ازموينو څخه وتلې دي او دغه اړيکې هيڅکله نه دي خرابې شوې. مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د چين ځينو مشرانو د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره، چې د چين د لومړۍ دورې په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړ او په رسمي ډول يې له چين څخه ليدنه وکړه، بريالۍ خبرې اترې وکړې. موږ بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړو، د قانون جوړونکو ارګانونو په شمول په بېلا بېلو ډګرونو کې همکاري او تبادله ټينګه کړو، د دواړو هېوادونو دايمي ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ژورې کړو، په نوې موده کې د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنه پياوړې کړو.

د پاکستان د سنا مجلس او د ملي پارلمان مشرانو وويل، له چين سره ملګري کول د پاکستان ټول هېواد ګډه نظريه ده. پاکستان د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ډېر مثبت بللی، غواړي له چين سره په بېلابېلو ډګرونو کې نورې زياتې همکارۍ وکړي، د دواړو هېوادونو له اقتصادي دهليز څخه به کلک ملاتړ وکړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ودې لپاره به هڅه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای