CRI Online

د چين او امريکا د بهرنيو او امنيتي چارو د دوهم پړاو ډيالوګ د امريکا په واشينګټن کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-10 16:55:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د نومبر په ۹ مه نېټه، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو کاري کميټې د دفتر مشر يانګ جيه چي د امريکا له خارجه وزير مايک پومپيو او دفاع وزير جمس مټيس سره يو ځای د امريکا په واشينګټن کې د دغه ډيالوګ مشري وکړه. د چين د دولتي شورا غړي او دفاع وزير وې فنګ هه هم په دې ډيالوګ کې ګډون درلود.

دواړو خواوو د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ارجنټاين کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په موده کې د کتنې د چمتوالي په اړه ژورې سلامشورې وکړې او د چين او امريکا تر منځ د دوه اړخيز اړيکو او د ګډې علاقې وړ سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله پوره خبرې اترې وکړې. ياد ډيالوګ ريښتينۍ، رغنده او ګټوره فضا کې تر سره شو.

په ډيالوګ کې د چين استازي وويل چې د شينجيانګ چارې د چين خپلې کورنۍ چارې دي. چين هيله ده چې امريکا د واقعيتونو درناوی وکړي، په عيني توګه اړوندو چارو ته وګوري او د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه دې لاس واخلي. چين د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې خپل دريځ يو ځل بيا بيان کړ. دواړه خواوې بايد د دواړو مشرانو تر منځ په ټېلفوني خبرو کې تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي، د دواړو هېوادونو د اقتصادي ټيمونو تر منځ تماسونه زيات کړي، د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه سلا مشورې دې وکړي تر څو داسې يوه لايحه چې د دواړو خواوو ته د منلو وي تر لاسه شي.

دواړه خواوې هم د افغانستان، منځني ختيځ او په کوريا ټاپووزمه کې د اټومي مسئلې په شمول داسې څو نورو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې، له دې سره يې موافقه کړې چې سلا او همکاريو پياوړې کړي او په ښه توګه د اړوندو مسئلو د حلول لپاره مثبت رول برابر کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای