CRI Online

چين د م م د امنيت شورا د يوې عمومي مباحثوي غونډې مشري کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-11-10 17:14:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په ۹مه نېټه د م م د امنيت شورا نوبتي رئيسه هېواد د چين دايمي استازي سفير ما جاو شو تر دې سرليک لاندې د يوې عمومي مباحثوي غونډې مشري وکړه چې د نړيوالې سولې او امنيت ساتنه: د څواړخيزم او د م م رول پياوړتيا. د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس، د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې وکيل رئيس اليا احمد صيف التاني، د اقتصادي او ټولنيزو چارو شورا مشرې اينګه روندا کينګ او د نړيوالې محکمې مشر قاضي القضات عبدالقوی احمد يوسف په شمول د م م تر چوکاټ لاندې د ځينو سازمانونو عمده مسؤلينو او نورو غړيو هېوادونو سره يو ځای غوښتنه وکړه چې له څواړخيزم، د م م د رول له پياوړتيا او د نړيوالې سولې او امنيت له ساتلو څخه دې ملاتړ وکړي.

( سپوږمۍ)


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای