CRI Online

ډیرې تصدۍ غواړي په وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-11 16:22:43

 

ډیرې تصدۍ غواړي په وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي

د چین د وارداتو لومړنی شپږ ورځنی نړیوال نندارتون د روانې میاشتې په ۱۰ مه نېټه په شانګهای کې پای ته ورسید چې د سوداګرۍ عمده ارزښت به ۵۷ ملیارډه ۸۳۰ ملیونو ډالرو ته ورسیږي. په دې نندارتون کې برخه والو تصدیو هیله څرګنده کړه چې د راتلونکې دورې په نندارتون کې به بیا ګډون وکړي.

 

دغه نندارتون په نړۍ کې د وارداتو په اړه لومړنی ملي نندارتون هم دی چې د نړیوال تجارت په تاریخ کې یو نوښت هم بلل کیږي. ۱۷۲ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو په دې نندارتون کې ګډون کړی او ۴ لکو سوداګرانو په کې تجارتي معاملې کړې دي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای