د سین هوا اژانس د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د روانې میاشتې په ۱۰ مه نېټه د امریکا له ولسمشر ډنالد ټرمپ سره چې په پاریس کې یې د لومړۍ نړیوالې جګرې د ختمیدو د سلمې کالیزې د یادونې په فعالیت کې ګډون کړی و، خبرې اترې وکړې. دوی د امنیتي همکاریو په اړه د نظریو تبادله وکړه. ترمپ وویل چې امریکا او اروپا باید د مساوات پر بنسټ همکارۍ وکړي.
د ولسمشر په توګه له ټاکل کیدو وروسته مکرون د اروپا پر دفاعي همکارۍ ټینګار کړی دی او د اروپا د لاسوهنې وړاندیز یې مطرح کړی دی. تر اوسه لسو اروپایي هېوادونو په دغه وړاندیز کې ګډون کړی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |