CRI Online

د سوماليا په پلازمينه موګاديشو کې د موټر بم چاودنې له امله ۵۰ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-11 16:26:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوماليا پوليسو د نومبر په ۱۰ مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې د ۹ مې نېټې په ماسپښين کې د دغه هېواد په پلازمينه موګاديشو کې د درېو موټرونو بم چاودنو له امله ۵۰ تنه وژل شوي او ۵۸ تنه نور ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې دا مالومه نه ده چې ايا نور کسان تر کنډوالو لاندې دي که نه او د ژغورنې کارونه روان دي.

د الشباب ډلې د دغو درېيو چاودنو پړه منلې ده. له سوماليا سره د م م مرستندويه ډلې او په سومالي کې د افريقايي ټولنې ځانګړې ډلې په جلا توګه د يادو پېښو د غندنې اعلاميې خپرې کړې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای