CRI Online

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون نړۍ ته درې ګټور فرصتونه برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-11 19:46:16

د چين د وارداتو لومړي نړيوال نندارتون د روانې مياشتې په ۱۰ مه نېټه د چين په شانګهای کې پای ته ورسېد چې په تېرو شپږو ورځو کې ۱۷۲ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو په دې نندارتون کې ګډون کړی، ۳۶ سوو شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون کړی، ۴ لکو سوداګرانو په کې تجارتي معاملې کړې او د سوداګرۍ عمده ارزښت به ۵۷ مليارډه ۸۳۰ مليونو ډالرو ته ورسېږي. داسې اقتصادي او سوداګرۍ برياليتوب د نړۍ په تاريخ کې لږ دي او په دې نندارتون کې برخه والو تصديو هيله څرګنده کړه چې د راتلونکې دورې په نندارتون کې به بيا ګډون وکړي.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون وړانديز د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې وړاندې کړی و، دا د چين د نوي پړاو لوړو سويو ورخلاصون لپاره ستره پريکړه ښکاره کړې او دا نړۍ ته د پرانيستو بازارونو په اړه د چين د ستر فعاليت ښکارندويي کوي. دغه نندارتون نړۍ ته درې ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

لومړی، دغه نندارتون به ورخلاصون لا پياوړی کړي او د سوداګريز ازادۍ او د نړيوال اقتصاد زياتوالی به هم پياوړی کړي.

دوهم، دغه نندارتون د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې مومندلې او نړۍ په سترو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د حلول په برخه کې به په يوه لاره وګرځي.

درېيم، دغه نندارتون د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو نظريې ښکار کړي چې د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو ښکارندويي يې کړې.

د پلان له مخې، دغه نندارتون به هر کال تر سره کېږي.

 

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای