CRI Online

چن جو د IFRC د اسيا او ارام سمندر سيمې کنفرانس د ځوانانو په لسم فورم کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 09:14:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د نومبر په يوولسمه نېټه د سره صليب او سرې مياشتې ګډې ټولنې يعنې د IFRC د اسيا او ارام سمندر سيمې کنفرانس د ځوانانو لسم فورم د فليپين په پلازمينه مانيلا کې پرانيستل شو.د يادې ګډې ټولنې مرستيال رئيس او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال او د چين د سره صليب ټولنې مشر چن جو د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د اسيا، ارام سمندر سيمې او د منځني ختيځ په شمول د ۴۱ هېوادونو د سره صليب ټولنو له ځوانو کارکوونکو او داوطلبانو سره يې د نظريو تبادلې وکړې.

هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې ځوانان نه يوازې د سره صليب او سرې مياشتې غورځنګ د راتلونکې استازيتوب کوي بلکې د اوسنيو بشري حقونو چارو د نوي پرمختګ مهم ځواکونه هم دي.بايد له مخکښو معلوماتي تخنيکونو څخه په ګټه اخيستلو سره د ابتکاري عملونو د تر سره کولو په برخه کې د ځوانانو غوره والي ته پاملرنه کوو او د ښوونې او روزنې له لارې دې د دوی بشري کيفيت او خدمتي توان لوړ کړو.د چين سره صليب ټولنه هيله لري چې په دې برخه کې د کورنيو او بهرنيو ځوانو مشرانو د روزلو لپاره لا مهم رول ولوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای