CRI Online

د م م سرمنشي غوښتنه وکړه چې بايد پر څو اړخيز کېدو ټينګار وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 09:15:12


 انټونيو ګوټرس(کيڼ لوري ته لومړی کس) ، د فرانسې ولسمشر، د جرمني صدراعظمې، د روسيې صدراعظم او د کاناډا صدراعظم په دغه فورم کې ګډون کړی و 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د نومبر په يوولسمه نېټه د فرانسې په پلازمينه پاريس کې غوښتنه وکړه چې پر څو اړخيز کېدو د ټينګار کولو له لارې د ټولنيزې ناعدالتۍ ، د ذروي وسلو د خپرېدا او اقليمي بدلون په شمول له نړيوالو ننګونو سره دې مقابله وشي.

ګوتريس په همدې ورځ د پاريس د سولې په لومړي فورم کې وويل چې له حقيقتونو څخه ښکاري چې له بېلا بېلو ننګونو سره د مقابلې لپاره څو اړخيزو همکاريو ښې پايلې تر لاسه کړې او د ترهګرۍ او نورو ګواښونو پر وړاندې څو اړخيزم نه يوازې يوه هيله بلکې د نړۍ نه جلا کېدونکې برخه هم ده.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې که له څو اړخيز کېدو څخه لاس واخلي، د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه به د ډاډمنتيا ساتلو لپاره د خلکو هيلې پوره نه کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای