CRI Online

هغه بهرنی ډاکتران چې اوس په چين کې کار کوي،د څه مهارتونو لرونکي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 10:34:52

له بلژيک څخه راغلې سارياې چې په چين کې يې د ۱۳ کلونو لپاره ژوند کړی او د جواز پاڼې تر لاسه کولو وروسته يې تر اوسه د ناروغانو لپاره يوولس کلونو خدمتونه کړي دي.هغې وويل چې زما دنده دا ده چې د چيني ډاکترانو په شان د خلکو روغتيا ساتم.هېڅ کوم هېواد د چين په شان دومره چټک پرمختګ نه دی موندلی.زه د چين طبي بازار ته ډېره پاملرنه کوم او غواړم چې په شانګهای کې خپل ماشوم وزيږوم.

د خبر له مخې بهرنی ډاکتران که غواړي چې په چين کې کارونه وکړي او لنډمهالي اجازه پاڼه تر لاسه کړي، بايد پر کاري غوښتنليک سربېره په نورو هېوادونو کې طبي لايسنس ،ديپلوم ،د روغتيا د ثبتولو په تړاو سندونه او د کاري اورګان له خوا برابرېدونکې قرردادونه وړاندې کړي.

د سارياې په اند بهرنی ډاکتران په چين کې پاتی شوي، ځکه يوه خوا د چين حکومت د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ته ادامه ور کړې د بېلګې په توګه د سرطان ضد درملو په شمول د ډېرو بهرنيو درملو د منظورۍ پروسه چټکه شوې چې له امله يې ډاکتران لازيات مساعد درملونه کارولی شي.بله خوا د ډاکتر کتلو په تړاو د خلکو مفکوره بدله شوې ده.نه يوازې ګڼ شمېر بهرنيان د طبي درملنې لپاره بهرنيو ډاکترانو ته اړتيا لري بلکې ډېر چينايان هم کله نا کله له بهرنيو طبي روغتونونو څخه ليدنه کوي.

د هه مو جيا روغتون جوړوونکې روبيرټا ليپسون وويل چې شل کاله دمخه زموږ په روغتون کې ۹۰ سلنه ناروغان بهرنيان وو ، خو اوس دغه حالت بدل شوی او ډېر چينايان هم د ډاکتر کتلو لپاره زما روغتون ته راځي.هغې زياته کړه چې اوس په هه مو جيا کې ټولټال څه باندې يو سل او دېرش بهرني ډاکتران شته چې له څلورپنځوسو هېوادونو او سيمو څخه راغلي دي .له دې څخه ښکاري چې د چين په طبي خدمتونو کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي او ډېر بهرني ډاکتران راجلب شوي دي.

د دويم ماشوم د زيږېدو د هڅولو تګلارې په پلې کولو سره په چين کې د ښځو لپاره طبي خدمتي اړتياوې په پر له پسې توګه ډېرې شوې چې له امله يې نه يوازې هه مو جيا بلکې نورو بهرنيو پانګه اچوونکو روغتونونو ته بې ساري فرصتونه برابر شوي چې په دې جمله کې د شانګهای د يونګ يوان شينګ په نوم ښځينه طبي روغتون يوه نمونه ده.

د دې روغتون عمومي مدير فان يوو وويل چې د روان کال تر مارچ پورې زموږ د روغتون له خوا تر لاسه شوې ګټې له تاوان سره برابرې وې چې دغه موخه د ټاکلي پلان له مخې دوه نيم کاله وختي تر سره شوې وه.ډېر مو په تلويزيونونو او راډيوګانو کې اعلانونه نه دي خپاره کړي، خو هره مياشت د معلوماتو وړاندې کولو په هکله د غونډو په جوړولو سره ناروغانو ته د طبي درملنې پوهاوی ور کوو. اوس هره ورځ زموږ روغتون ته د تلونکو ناروغانو شمېر له يو سل شل تنو څخه تر يو سل پنځوسو تنو پورې دی.

د ۲۰۳۰ کال لپاره د روغتيايي چين په اړه د مرام نامې له مخې بايد څو اړخيز طبي جوړښت بشپړ شي او ګام په ګام هغه چوکاټ پراخ شي چې بهرني پانګوال پکې طبي اورګانونه جوړولی شي.د ۲۰۳۰ کال لپاره د روغتيايي شانګهای په نوم پلان له مخې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به شانګهای په اسيا کې طبي مرکز او روغتيايي ښار وګرځي.

د کارپوهانو په اند د چين ښه کېدونکی سوداګريز چاپيريال او جاذبوونکی بازار به لازيات بهرني ډاکتران راجلب کړي او ور سره به چين ته ډېر پرمختللي طبي تخنيکونه راوړي.د اټکل له مخې په نژدې راتلونکې کې به لازيات بهرني طبي اورګانونه په شانګهای حتی د چين په نورو سيمو کې جوړ شي او چينايانو ته به لاښه او غوره خدمتونه وړاندې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای