CRI Online

شي جين پينګ به د ايپيک سازمان د ۲۶مې دورې په غير رسمي سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 10:32:54

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياند لو کانګ د نومبر په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې د نوي پاپواګينې عمومي مشر بوب داداي او صدراعظم پيتير ونيل، د بروني دارالسلام سلطان او د فليپين د ملي جمهوريت ولسمشر رودريګو دوتيرتي په بلنه به د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر له ۱۵مې نيټې څخه تر ۲۱مې نيټې پورې له دغو دريواړو هېوادونو څخه ليدنې وکړي او په نوي پاپواګينې کې د اسيا او ارام سمندر په ټاپوګانو کې د سياسي اړيکو لرونکو هېوادونو له مشرانو سره به کتنه وکړي. د نوي پاپواګينې د صدراعظم پيتير ونيل په بلنه به رئيس شي جين پينګ د نومبر له ۱۷مې نيټې څخه تر ۱۸مې نيټې پورې د دغه هېواد د موريسبي په بندر کې د ايپيک سازمان د ۲۶مې دورې په غير رسمي سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای