CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې مرستيال مشر جي بينګ شيوان د پاريس د سولې فورم او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 10:44:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې مرستيال مشر جي بينګ شيوان د نومبر په ۱۱مه نېټه د چين په استازيتوب د پاريس د سولې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

د دغه فورم د يو کمربند او يوې لارې په اړوند په نندارتون کې د ګډون په وخت کې جي بينګ شيوان وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د سوداګرۍ لاره او د تمدنونو تر منځ د پيوستون پل دی چې يو د بل هېواد څخه د زده کولو او په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوې پاڼه ورسره خلاصيږي. چين د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د فرانسې د ګډون هرکلی کوي او غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د ټينګښت لپاره له فرانسې سره ګډې هلې ځلې وکړي.

په همدې ورځ جي بينګ شيوان د لومړۍ نړيوالې جګړې د سلمې کاليزې د يادونې په فعاليت کې هم برخه واخيستله.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای