د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ۱۲مې دورې هوايي او فضايي نندارتون د نومبر په يوولسمه نېټه په جو های ښار کې پای ته ورسيد او د ۵۶۹ پروژو په تړاو د ۲۱ مليارډو ۲۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک شول او ۲۳۹ الوتکې وپلورل شولې.
د دې نندارتون تشکيلاتي کميټې د معلوماتو له مخې په شپږو ورځو کې ټولټال د۴۳ هېوادونو او سيمو ۷۷۰ توليدات جوړوونکو او سوداګرو په دې نندارتون کې ګډون کړی و او پردې سربېره شاوخوا دوو سوو نورو پوځي سوداګريزو پلاويو هم پکې برخه واخيسته او څلور لکه او پنځوس زره کتونکو دغه نندارتون وکوت.
د معلوماتو له مخې ۱۴۶ الوتکې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې وې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |