د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په يوولسمه نېټه، د بريتانيا د لندن، کارديف او بيلفاسبت په ګډون څو ښارونو کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کليزې د يادونې فعاليتونه تر سره شول.
مليونونو بريتانيايانو د بريتانيا په وخت د يوولسمې نېټې د سهار په يوولسو بجو د دوو دقيقو چوپتيا په مراسمو کې ګډون وکړ. شهزاده چارلس د ملکې په استازيتوب د سولې يادڅلي مخې ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده. لومړۍ وزيرې تريسا مې او د المان ولسمشر فرانک والتير ستينمير هم د ګلو ګېډۍ کېښودې. په دوولسو بجو دېرشو دقيقو، د زړو سرتېريو او د دوی د کورنيو په ګډون لس زرو وګړو په لومړۍ نويواله جګړه کې له ګډون کوونکو سرتيريو څخه د مننې څرګندولو په لاريون کې ګډون کړی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |