د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د غزني ولايت اړوند چارواکي د نومبر په ۱۱مه نېټه وويل چې د دغه ولايت امنيت ساتونکو په همدې ورځ له طالبانو سره سخته نښته وکړه چې له امله يې لږ تر لږه ۲۵تنه وژل او ۱۷تنه نور ټپيان شوي دي.
د غزني ولايت د پوليسو وياند احمد خان سيرت وويل چې د دغې ورځې په سهار وختي طالبانو د دغه ولايت په جاغوري ولسوالۍ پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل او له امنيتي پوځونو سره يې سختې نښتې وکړې. جنګ نژدې تر څلورو ساعتونو دوام درلود، پکې د امنيتي پوځونو لږ تر لږه ۱۰ تنه او ۱۵ تنه عام خلک وژل شوي او د امنيتي پوځ ۶تنه او يوولس تنه ملکيان ټپيان شوي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |