CRI Online

د جرمني د بهرنيو چارو وزير: له چين سره د ډيالوګ ساتل ستراتيژيک اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 15:12:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جرمني د بهرنيو چارو وزيرهيکو ماس د نومبر په يوولسمه نېټه وويل چې د ډېرو نړيوالو مسئلو حل وفصل د چين له برخه اخيستنې سره تړاو لري، نو له چين سره د ډيالوګ ساتل د جرمني لپاره ستراتيژيک اهميت لري.نوموړي دغه څرګندونې چين ته له سفر نه مخکې په يوه اعلاميه کې وکړې. هغه زياته کړه چې چين يوازې په اسيا کې د جرمني تر ټولو مهم سوداګريز همکار نه دی . جرمني به په ۲۰۱۹ کال کې د م م د امنيت شورا د غير دايمي غړی هېواد په توګه وټاکل شي او هيله لري چې د بشري مرستو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول مسئلو کې خپل رول پياوړی کړي او په دې برخه کې له چين سره د ډيالوګ او خبرو اترو د ساتلو اهميت يې د پاملرنې وړ دی ، نو ځکه دا يو ښه کار دی چې جرمني له چين سره ستراتيژيک ډيالوګ ته ادامه ور کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای