CRI Online

د چين او کاناډا د اقتصادي او پولي چارو ستراتيژيکو ديالوګ په بېجينګ کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 16:12:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او کاناډا د اقتصادي او پولي چارو ستراتيژيکو ډيالوګ لومړی پړاو د نومبر په دوولسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د دولتي شورا غړي وانګ يوانګ، د کاناډا د ماليې وزير بيل مورنياو، د نړيوال تجارت د پلوراليزم وزير جيم کار په دې ديالوګ کې ګډون وکړ او د پيل په مراسمو کې يې ويناوې وکړې.

وانګ يونګ وويل، په دې وروستيو کلونو کې، د چين او کاناډا تر منځ اړيکو په ښه ډول پرمختګ کړی دی، تجارتي همکارۍ د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د پرمختګ په مهم خوځنده ځواک بدلې شوې. موږ غواړو چې د عصري کرنې، انرژۍ او سرچينو، عصري توليدي چارې، تجارتي نوښتونو، هوايي او ترافيکي چارو او پولي خدمتونو په ساحو کې له تاسو سره د همکارۍ نوي ځلانده ټکي پيدا کړو.

ښاغلي جيم کار وويل، سږ کال د دواړو هېوادونو تر منځ عمومي تجارتي ارزښت له دوه اوياوو مليارډو امريکايي ډالرو څخه هم اوښتی دی. موږ غواړو چې تر دوه زره پنځه وېشتم کال پورې دغه ارزښت د سږ کال په پرتله دوه برابره کړو. هيله لرو چې دغه ديالوګ به د دې موخې د پوره کېدو لپاره ګټور وي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای