د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په يوولسمه نېټه وويل چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزيرمايک پومپيو په همدې ورځ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره په تلېفوني خبرو کې له سعودي عربستان څخه غوښتنه وکړه چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي به وژنې کې تورن کسان دې محکمې ته وسپاري.
د ياد وزارت وياندهاتير نورټ په خپله اعلاميه کې وويل چې پومپيو په يادو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې امريکا محکمې ته د دغو تورنو کسانو سپارل غواړي ، نو سعودي عربستان هم دې دغه کار تر سره کړي.
د يمن مسئلې په هکله پومپيو له ښکيلو خواوو څخه د دښمنۍ حالت د بندولو غوښتنه وکړه او د م م د ځانګړي استازي تر منځکړيتوب لاندې دې د اوسنيو شخړو د له منځه وړلو لپاره سره خبرې اترې وکړي.
د ترکيې ولسمشر ايردوګان د نومبر په لسمه نېټه وويل چې د يادې قضيې په تړاو ثبت شوي غږونه يې سعودي عربستان او امريکا ته سپارلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |