CRI Online

لي که چيانګ سينګاپور ته ورسېد او د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه يو لړ غوندو کې به ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 20:09:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سينګاپور د صدراعظم لي هسين لونګ په بلنه دغه هېواد ته ولاړ، نوموړی له بېجينګ څخه په ځانګړې الوتکې کې د سينګاپور پر لور وخوځېد او پر ځايي وخت د نومبر د ۱۲ مې نېټې په ماسپښين د سينګاپور چانګي نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه. نوموړی به د چين او اسيان په ۲۱مه سرمشريزه غونډه، د اسيان، چين، جاپان او جنوبي کوريا په ۲۱مه سرمشريزه غونډه او د ختيځو اسيايي هېوادونو په ۱۳مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. د سينګاپور ماليې وزيرهنګ سوي کيټ، په سينګاپور کې د چين لوی سفيرهونګ شياو يونګ، په اسيان کې د چين استازي هوانګ شي ليان او نورو چارواکو په ياد هوايي ډګر کې د ده هرکلی وکړ.

لي که چيانګ وويل، خوشحاله يم چې د صدراعظم لي هسين لونګ په بلنه له ښکلی سينګاپور څخه ليدنه کوم. چين او سينګاپور دوستانه نږدې ګاونډي هېوادونه او مهم همکاران دي. له تېرو کلونو راهيسې سينګاپور په ژوره توګه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې ګډون کړی دی. دا د چين د صداعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له سينګاپور څخه زما لومړۍ رسمي ليدنه ده، هيله لرم چې د دغه سفر له لارې له سينګاپور څخه تجربې راغونډې او د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ټينګې کړم، څو نوي پرمختګ ته لار پيدا او د چين او سينګاپور تر منځ هراړخيزې همکاريزې دوستانه اړيکې پر مخ بوزم.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای