CRI Online

شي جين پينګ د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ کلېزې د لمانځنې په پار د هانکانګ او مکاو له پلاويو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 21:09:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۲ مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ کليزې د لمانځنې په پار د هانکانګ او مکاو له پلاويو سره وکتل. له يادو پلايو سره په خبرو کې شي جين پينګ وويل، چې هانکانګ او مکاو په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې ځانګړي ځايونه او ځانګړې ګټې لري او مهم رول لوبوي. هيله ده چې د هانکانګ او مکاو د ملګرو په څېر به د هيواد د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې ګډون وکړي، څو د هيواد د پرمختيا په چاپيريال کې هانکانګ او مکاو پرمختګ ومومي او د چيني ملت د عظيمي احيا په برخه کې دې ګډ کوښښونه وکړي.

په يادې کتنې کې د هانکانګ ځانګړې ادارې سيمې اجرائيوي مشرې مېرمن کېري لام، د مکاو د ځانګړې ادارې سيمې رئيس څوي شي ان او د پلاويو استازو په جلا جلا خپلې ويناوې وکړې او د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د يو هېواد او د دوو نظامونو تګلاره يې د غونډې ګډونوالو ته ور وپېژندله. دوی وويل چې که هېواد اصلاحات او ورخلاصون ونه کړي نو د هانکانګ او مکاو نننۍ پرمختيا به نه وي. دوی د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون او بېلا بېلو پرمختيايي چارو کې د برخې اخيستلو په اړه هم خبرې اترې وکړې او په نوې زمانه کې د اصلاحاتو او ورخلاصون او د يو هېواد او د دوو نظامونو تګلارې په اړه يې خپل وړانديزونه وکړل.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای