CRI Online

يانګ جې چه د جرمني د بهرنيو چارو له وزير هېکو ماس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 09:25:20
يانګ جې چه د جرمني د بهرنيو چارو له وزير هېکو ماس سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مدير يانګ جې چه د نومبر په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د جرمني د بهرنيو چارو له وزير هېکو ماس سره وکتل.

يانګ جې چه د دې کتنې په وخت کې وويل، د چين او جرمني ترمنځ اړيکو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې ستر پرمختګ موندلی او دغه همکارۍ به په راتلونکی لا پراخې شي. د دواړو خواوو د اړيکو سالم پرمختګ د دواړو هېوادونو له بنسټيزو ګټو او د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډې هيلې سره سمون خوري. چين غواړي له جرمني سره په مختلفو برخو کې خپلمنځي همکاري ژوره کړي، په نړيوالو اوسيمه ييزو چارو کې خپلمنځی همغږۍ پياوړې کړي او د پرانيستې نړيوال اقتصاد د هڅولو، د څواړخيز نظام او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره فعال کوښښونه وکړي.

ماس وويل، چين په نړيوالو موضوعاتو کې لا مهم رول لوبوي، جرمني ته له چين سره د خپلمنځي همکارۍ پياوړتيا ستراتيژيک ارزښت لري.جرمنی د سوداګرۍ له ساتونکې غوښتنې سره مخالفت کوي او غواړي د څواړخيز نظام د ساتلو لپاره له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای