CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت خبري رسنيو پر کوريا جمهوريت او امريکا نيوکه وکړه چې د سمندري کوماندو ځواک ګډ تمرين يې بيا پيل کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 09:26:34
د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت خبري رسنيو پر کوريا جمهوريت او امريکا نيوکه وکړه چې د سمندري کوماندو ځواک ګډ تمرين يې بيا پيل کړی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د رودونګ سيمون ورځپاڼې د نومبر په ۱۲مه نېټه د ليکوال په قلم د يوې مقالې په خپرولو سره پر کوريا جمهوريت او امريکا نيوکه وکړه چې تر شپږو مياشتو وروسته يې د سمندري کوماندو ځواک ګډ تمرين بيا پيل کړی، دغه عمل يې د ديموکراتيکې کوريا په وړاندې دی او په سپتمبر کې د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا لخوا د لاسليک شوي پوځي تړون له روحيې او د کوريا ټاپووزمې د سوله ييزو خبرو اترو له وضعيت څخه سرغړونه ده.

په دې مقاله کې راغلي، د اړوند خبر له مخې، د امريکا او کوريا جمهوريت پوځونو د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د کوريا جمهوريت د ګيونګسانګبوک په پوهانګ سيمه کې د سمندري کوماندو ځواکونو ګډ تمرين بيا پيل کړ، د جاپان په اوکنوا کې د امريکا د سمندري کوماندو ځواک ميشتو کابو ۵۰۰ سرتيريو وچې ته د ختلو د تجهيزاتو په راوړلو سره په دې تمرين کې ګډون کړی. اوس د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکه کوريا بايد د متقابل باور د ساتلو او د کوريا ټاپووزمې د سولې د عملي کولو لپاره ډېرې زياتې هڅې وکړي، ياد ګډ پوځي تمرين له دغو غوښتنو او اوسني وضعيت سره سمون نه خوري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای