CRI Online

د اروپا د بيارغونې او پرمختګ بانک رئيس: هيله ده چې په منځنۍ اسيا سميه کې له چين سره خپلې متقابلې همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 09:29:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سره صليب او سرې مياشتې ګډې ټولنې يعنې د IFRC د اسيا او ارام سمندر سيمې کنفرانس د نومبر په يوولسمه نېټه د فليپين په پلازمينه مانيلا کې پرانيستل شو. د يادې ګډې ټولنې مرستيال مشر، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال رئيس او د چين د سره صليب ټولنې مشر چن جو د چين د سره صليب ټولنې د پلاوي په مشرۍ په ياد کنفرانس کې ګډون وکړ.

چن جو د ياد کنفرانس د لومړۍ عمومي غونډې د مشرۍ پر مهال دې ته اشاره وکړه چې د اسيا او ارام سمندر سيمه کې بشري مرستو ته د زياتو اړتياوو د پوره کولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو سره صليب ټولنو په چټکه توګه بشري مرستندويه عمليات پيل کړي او په دې برخه کې يې مثبت رول لوبولی دی. نن هغه نړيوالې ننګونې مخ په زياتېدو دي چې حل وفصل يې د بېلابېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري، نو د سره صليب غورځنګ د غړو ترمنځ د نظريو تبادلې او ګډ عمليات ډېر ضروري دي. موږ بايد د سختو بشري ننګونو په مقابل کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته پاملرنه وکړو او نړيوالې بشري دندې يو ځل بيا معلومې کړو، څو د بشري مرستو سرچينې لا زياتې شي او بشري مرستندويه عمليات نور هم همغږي شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای