CRI Online

د ايران مرستيال ولسمشر : په دغه هېواد کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر د امريکا د بنديزونو له امله نه دی کم شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 10:47:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د نړيوال سياحت سازمان د غړو هېوادونو کلنۍ غونډه چې د ياد سازمان، د ايران د دولتي کلتوري ميراثونو، د لاسي اثارو او سيل سازمان لخوا په ګډه د نومبر په دوولسمه نېټه د ايران په لوېديځ د ماوند ښار کې تر سره شوه. د ايران مرستيال ولسمشر او د دولتي کلتوري ميراثونو، لاسي اثارو او سيل سازمان رئيس اصفر مونسان د دې غونډې د پيل په مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، په ايران کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر د امريکا د بنديزونو په سبب نه دی کم شوی، بلکې زيات شوی.

هغه وويل، د امريکا بنديزونه د ايران د سيلانيزو چارو د پرمختګ په لاره کې خنډونه نه شي اچولی. نړيوالو سيلانيزو مسلکونو د امريکا بنديزونه په پام کې نه دي نيولي. مېلمه پاله ايرانيان له سولې سره مينه لري. بنديزونه د سيلانيانو پر شوق ناوړه اغېزه نه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای