د فلسطين وسلوال سازمان د اسرائيلو پر جنوبي سيمې حملې وکړې
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په ۱۲مه نېټه له غزې څخه د اسرائيلو پر جنوبي سيمې د سکر توغنديو او هاوانونو بريدونه ترسره شول. اسرائيلي پوځ په همدې ورځ په جنګي الوتکو او ټانکونو پر غزې سيمې بريدونه وکړل.
حماس وويل، پر غزې سيمې د اسرائيلي پوځ د بريدونو له امله درې فلسطينيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. د اسرائيلو د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ له غزې سيمې څخه د اسرائيلو په جنوب کې پر څو ښارونو سکر توغندي او هاوانونه توغول شوي، نو اسرائيلو د دغو بريدونو په ځواب کې د غزې پر څه باندې اوياوو پوځي موخو د جنګي الوتکو او ټانکونو بريدونه وکړل. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |