CRI Online

په ګوانګ دونګ ولايت کې د"۱۱.۱۱" د انلاين شيانو اخيستلو په ورځ د ليږد او ترلاسه شويو بستو شمېر له سلو مليونو څخه اوښتی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 15:05:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،په چين کې د نومبر يوولسمه نېټه په انلاين ډول شيانو اخيستلو له ورځې سره برابره ده. د روان کال په همدې ورځ د چين په ګوانګ دونګ ولايت کې د ليږد او ترلاسه شويو بستو شمېر له سلو مليونو څخه اوښتی دی.

د ګوانګ دونګ ولايت د پوستې ادارې سروې ښيي چې د نومبر په يوولسمه نېټه په ګوانګ دونګ ولايت کې د ليږد او ترلاسه شويو بستو شمېر له يو سلو يو مليونو څخه اوښتی چې د تېر کال د همدې ورځې په پرتله۴۷٪ زيات شوی دی. په دغه جمله کې د ليږد شويو بستو شمېر ۹۰ مليونو ۸۸۰ زرو ته او د اخيستونکو لخوا د ترلاسه شوو بستو شمېر ۱۹ مليونو ۷۵۰ زرو ته رسيدلی چې په جلاجلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۵٪ او ۵۵٪ زيات شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای