د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا د UNP، TNA او JVP په ګډون څو ګوندونو د نومبر په دوولسمه نېټه د پارلمان د منحلولو په هکله د ولسمشر له حکم سره د مخالفت په غرض عالي محکمې ته مرجعه وکړه.
د يادو ګوندونو په نظر، ولسمشر د اساسي قانون د نولسمې تعديل نامې سره سم د پارلمان د منحلولو حق نه لري، دوی له عالي محکمې څخه وغوښتل چې د پارلمان د منحلولو اطلاعيه لغوه کړي. ځايي خبري رسنيو خبر ورکړ چې عالي محکمه به په دې وروستيو ورځو کې په دې هکله حکم صادر کړي.
د سريلانکا ولسمشر مايتريپالا سريسينا د روانې مياشتې د نهمې نېټې په شپه له متحد حکومت څخه د ده ګوند د ګوښه کولو او د صدراعظم د بدلولو وروسته د پارلمان د منحلولو اطلاعيه هم خپره کړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |