د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بنګله دېش انتخاباتي کميسيون د نومبر په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ، د مخالفو ګوندونو د غوښتنې له امله، د يوولسمو پارلماني ټاکنو وخت به د راتلونکي دسمبر له ۲۳مې نېټې څخه د دسمبر دېرشمې نېټې ته وځنډول شي.
د روانې مياشتې په ۸مه نېټه د دغه هېواد انتخاباتي کميسيون اعلان وکړ چې يوولسمې پارلماني ټاکنې به د راتلونکي دسمبر په ۲۳مه نېټه ترسره شي. تر دغه اعلان درې ورځې وروسته د دې هېواد د مخالفو ګوندونو اتحاد يعنې د بنګله دېش د متحده ايالتونو ملي جبهې په رسمي توګه په دغو ټاکنو کې د ګډون اعلان وکړ.
د انتخاباتي کميسيون يو مسئول وويل، د مخالفو ګوندونو اتحاد د تياريانو لپاره د لا زيات وخت غوښتنه وکړه چې د دغو ټاکنو وخت دې وځنډول شي. انتخاباتي کميسيون د دوی غوښتنه له منلو سره په عين وخت کې د کانديدانو نومونو د ثبتولو وخت هم د نومبر له ۱۹مې نېټې څخه د نومبر ۲۸نېټې ته ځنډولی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |