د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د څلوېښتمې کاليزې د لمانځنې لپاره د لوی نندارتون پرانيستونکي مراسم د نومبر د ۱۳مې نېټې په سهار په د چين ملي موزيم کې ترسره شول. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د دې کمېټې د سکريټرانو ادارې مشر وانګ هو نينګ په دغو مراسمو کې وينا وکړه.
وانګ هو نينګ په خپله وينا کې وويل، چينايانو د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې په خپلو لاسونو د ملي پرمختګ سترې لاسته راړونې تر لاسه کړې او د چيني ملت بڼې په تاريخ کې ډېر لوی بدلون کړی دی. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د هڅولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او اصلاحات او ورخلاصون په نوې مرحله کې داخل شوی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |