د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د نومبر په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په تلار کې د المان د بهرنيو چارو له وزير هيکو ماس سره وکتل.
وانګ چي شان وويل، چين او المان د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو په شپږ څلوېښتو کلونو کې د سياست، تجارت او کلتور په ګډون ډول ډول ساحو کې د همکارۍ ډېر زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دوه زره او څوارلسم کال کې له المان څخه خپله لومړۍ رسمي ليدنه وکړه، د دې ليدنې په سبب د دواړو خواوو تر منځ اړيکې د هر اړخيزو همکاريو ستراتژيکو اړيکو ته لوړې شوې.
ښاغلي هکو ماس وويل، په دې وروستيو کلونو کې، د المان او چين د لوړپوړو چارواکو تر منځ تګ راتګ په لوړ معيار او نژدې توګه روان دي. هيله لرم چې زما دا سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د نژدې کېدو او له نړيوالو ننګونو سره د ګډ مقاومت لپاره مثبت رول ولوبوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |