د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د ۴۰مې کليزې په رارسېدو سره د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د نومبر په ۱۳مه نېټه ملي نندارتون ته ولاړ او تر دې سرليک لاندې ((ستر بدلونونه-- د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کليزې د نمانځنې لوی نندارتون)) له لوی نندارتون څخه يې ليدنه وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلې کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند تر قوي مشرۍ لاندې چينايانو په زيارکښۍ سره کوښښونه کړي او په خپلو لاسونو يې د هېواد او ملت ستر پرمختګ موندلی او په چين کې د ليدو وړ ستر بدلونونه راغلي دي. د چين د کمونېست ګوند په ۱۹م ملي کانګرس کې د چين د راتلونکي پرمختګ ستره نقشه تصوير شوه. يوازې که چېرې موږ د نوې زمانې لپاره د چين پر ځانګړې سوسياليستي مفکورې ټينګار وکړو، په هراړخيزه توګه د ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې او تنظيمونه پلي کړو، په ټينګه سره اصلاحات ژور کړو او ورخلاصون پراخ کړو، د چين ځانګړی سوسياليزم به حتماً لا ښکلې اينده ولري.
د همدې ورځې د مازديګر په ۴ بجو شي جين پينګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په شمول د چين د دولت او ګوند مشرانو له دغه نندارتون څخه ليدنه وکړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |