CRI Online

د چين او المان تر منځ د ديپلوماسۍ او امنيت په هکله ستراتيژيکې خبرې اترې تر سره شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 19:53:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۱۳ مه نېټه د المان د بهرنيو چارو له وزير هيکو ماس سره په بېجينګ کې د چين او المان تر منځ د ديپلوماسۍ او امنيت په هکله د څلورمې دورې ستراتيژيکې خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو په يوه خوله وويل چې په اوسنيو سختو او بدلېدونکو نړيوالو حالاتو کې چين او المان بايد د دواړو هېوادونو تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ژورې کړي، څواړخيزې غوښتنې دې ټينګې کړي او د ازادې سوداګرۍ نړيوال سيستم دې وساتي.

وانګ يي وويل چې چين غواړي له المان سره يو ځای د دواړو هېوادونو مشرانو ګډې نظريې په فعاله توګه پلې کړي او د دواړو خواوو تر منځ سياسي باور زيات کړي. دواړه هيوادونه بايد د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې او له څلورم صنعتي انقلاب څخه په ګټې اخيستې، دوه اړخېز اقتصادي او سوداګريزي تګ راتګ ژور کړي، د مصنوعي ځيرکتيا، د مالونو د انټرنټي شبکې، د ډيجټل چارو او نورو برخو کې دې همکارۍ پراخې کړي څو د چين او المان تر منځ همکارۍ لوړې کچې او سويې ته پورته شي. دواړه هېوادونه بايد د اقتصاد عمده تګلارې همغږې او پياوړې کړي، د اصولو پربنسټ څواړخيز سوداګريز سيسټم دې وساتي او په ګډه دې پرانيستي نړيوال اقتصاد جوړ کړي. چين د اروپايي هېوادونو د يووالي ملاتړ کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای