د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۱۳مه نېټه له چيني او بهرنيو خبريالانو سره يوه خبري ناسته جوړه کړه. په دغه غونډه کې د دغه وزارت مرستيالانو جنګ ځه ګوانګ، کون شوان يو، جانګ جون او د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال لي چنګ ګانګ بهر ته د شي جين پينګ د راتلونکي سفر په اړه معلومات خبريالانو ته ورکړل.
رئيس شي جين پينګ به د نومبر له ۱۵مې نه تر ۱۶مې نېټې پورې له پاپوا نوي ګيني څخه رسمي ليدنه وکړي، د همدې مياشتې له ۱۸مې نه تر ۲۱مې نېټې پورې به بروني او فليپين ته رسمي سفرونه وکړي. د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان ۲۶مه غير رسمي سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې له ۱۷مې نه تر ۱۸مې نېټې پورې د پاپوا نوي کيڼي په موريسبي سمندري بندر کې تر سره شي او رئيس شي به په بلنې سره پکې ګډون وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |