CRI Online

لي که چيانګ د سينګاپور په لکچر کې يوه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 21:29:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۳ مې نېټې په سهار د سينګاپور په لکچر کې تر دې سرليک لاندې يوه وينا وکړه: د ورخلاصون او پيونستون په ترڅ کې د ګډې سمسورتيا موندل او شريکول او د غونډې ګډونوالو ته يې پوښتنو ځوابونه وويل. د سينګاپور صدراعظم لي هسين لونګ هم په دغه لکچر کې ګډون کړی و او د صدراعظم مرستيال تېو چيهان د دغه لکچر مشري کوله.

لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې اوس د چين او سينګاپور تر منځ اړيکو ښه پرمختګ کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ژورې او پياوړې شوې دي. په ۲۰۱۵ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له سينګاپور څخه رسمي ليدنه وکړه او دواړو هېوادونو د هراړخېزې همکارۍ دوستانه اړيکې يې جوړې کړې دي. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې سينګاپور په ژوره توګه په دغه بهير کې ګډون کړی او له چين سره يې ګډې ګټې تر لاسه کړي دي. زما د سفر موخه دا ده چې له سينګاپور سره تجربې راغونډې او د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ټينګې کړم، څو نوي پرمختګ ته لار پيدا او د چين او سينګاپور تر منځ اړيکې پر مخ ولاړ شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای