CRI Online

د سريلانکا عالي محکمې د پارلمان د منحلولو په هکله د ولسمشر اعلاميه لغوه کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 09:34:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا عالي محکمې د نومبر په ديارلسمه نېټه د يوه لنډ مهالي حکم په خپرولو سره د پارلمان د منحلولو په باب د ولسمشر اعلاميه لغوه کړه.

ځايي خبري رسنيو خبر ورکړ چې د دی لنډ مهالي حکم د اعتبار موده د دسمبر تر پنځلسمې نېټې پورې ده. د مشر قاضي نالين پيريرا په ګډون يوه درې کسيز پلاوي په همدې ورځ دغه لنډ مهالی حکم تصويب کړ. عالي محکمه به د دسمبر له څلورمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې د يادې اعلاميې د قانونيت په باب د شاهدۍ اورېدلو بهير پيل کړي.

د سريلانکا ولسمشر مايتريپالا سريسينا د روانې مياشتې د نهمې نېټې په شپه له متحد حکومت څخه د ده د ګوند د ګوښه کولو او د صدراعظم د بدلولو وروسته د پارلمان د منحلولو اطلاعيه هم خپره کړه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای