د سينهوا اژانس د خبر له مخې بريټانيا د نومبر په ۱۳مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د خپل هېواد د وتلو په هکله له دې ټولنې سره په ډېرو برخو موافقه وکړه. د عامو افکارو په اند په دې اړه د تړون لاسليکول له يادې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله د خبرو اترو له څه باندې يو کال راهيسې تر لاسه شوې ستره لاسته راوړنه ده.
د بريټانيا د صدراعظمۍ ماڼۍ يو مطبوعاتي چارواکي روب ماکپيرسون وويل چې بريټانيا له اروپايي ټولنې سره تر سختو خبرو اترو وروسته يادې موافقې ته رسېدلې ، خو تر اوسه د دې هوکړې د محتوياتو په اړه هېڅ نه دی ويلی.
نوموړي وويل چې د بريټانيا صدراعظمه ترېسا مې به د نومبر په ۱۴مه نېټه ماښام د کابينې غونډه تر سره کړي او د کابينې له غړو سره به د دې هوکړې د محتوياتو او د راتلونکي پلان په باب بحث وکړي.
بريټانيا په ۲۰۱۶کال کې له اروپايي ټولنې څخه د خپل هېواد د وتلو په هکله ټولپوښتنه کړې وه او د ۲۰۱۷کال د مارچ په ۲۹مه نېټه يې په رسمي توګه يادې ټولنې ته اړوند پيغام استولی و.د ياد تړون له مخې بريټانيا به د راتلونکي کال د مارچ په ۲۹مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه ووځي .(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |