CRI Online

لي که چيانګ د سينګاپور د سوداګرۍ او صنعت ټولنې له خوا په جوړه شوې ماښامنۍ مېلمستيا کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 10:05:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۳مه نېټه په سينګاپور کې د دې هېواد د سوداګرۍ او صنعت ټولنې له خوا په جوړه شوې ماښامنۍمېلمستيا کې ګډون او وينا وکړه.

هغه وويل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د غوره کېدو له امله په چين کې بې ساري بدلونونه راغلي دي.د دې ترڅنګ په سينګاپور کې ډېر پرمختګونه او لاسته راوړنې هم رامنځته شوې او د پام وړ کارونه هم جوړ شوی دی.له ۴۰ کلونو راهيسې د سينګاپور پرمختيا د چين لپاره قيمتي تجربې برابرې کړې او د چين پرمختګ هم د سينګاپور لپاره د مهمو فرصتونو زمينه مساعده کړې ده.چين د دې هر کلی کوي چې د سينګاپور په شمول د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ له فرصتونو څخه په ګټه اخيستلو سره په چين کې پانګونې زياتوي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کوي تر څو د ګډو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای