CRI Online

وانګ يي: چين د بحر په شان پراخه سينه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 10:28:34

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۱۳ مه نېټه د جرمني د بهرنيو چارو له وزير هيکو ماس سره په ګډه د چين او جرمني د ډيپلوماتيکو او امنيتي ستراتېژيو اړوندو خبرو اترو کې له ګډون وروسته له رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، چې رئيس شي جين پينګ د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال د چين اقتصاد له پراخ سمندر سره تشبيه کړ. وانګ يي دغه راز وويل،چين تل ترتله د پراخ سمندر په شان پراخه سينه لري.

وانګ يي وويل، د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون له وړاندوينې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.دغه نندارتون له زياتو هېوادونو سره د چين د پرمختګ فرصتونه شريک کړي دي. په دغه نندارتون کې د ۱۷۲ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو استازو او څه باندې ۳۶۰۰ بهرنيو تصديو ګډون کړی او د معاملې ارزښت يې ۶۰ مليارډو ډالرو ته رسيدلی دی. وړمه ورځ په چين کې په انلاين ډول د شيانو اخيستلو فيسټيوال هم ترسره شو او لسګونو زرو بهرنيو تصديو پکې برخه واخيسته او د فيسټيوال له پيل څخه ۲۴ساعته لانه وو تېر شوي چې د معاملې ارزښت له ۲۰۰ مليارډو ژن مين بي يوانو څخه واوښت.

وانګ يي وويل، رئيس شي جين پينګ د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال وويل چې د چين اقتصاد د پراخ سمندر په شان دی . چين د پراخ سمندر په شان له هيڅ سخت توفان او باران څخه نه ډايريږي او ټولې سختې ستونزې هوارولی شي. چين به هميشه په پراخه سينه له نورو سره فرصتونه شريک کړي او ورسره به د ښه لرليد د راوستلو لپاره ګډې هڅې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای