CRI Online

وانګ يي : خبريالان دې د شينجيانګ په اړه بې اساسه شايعات و نه مني

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 10:31:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ديارلسمه نېټه د المان د بهرنيو چارو له وزير هايکو ماس سره دواړو هېوادونو د بهرنيو او امنيتي چارو په ستراتيژيکي ديالوګ کې له ګډون کولو وروسته د شينجيانګ د مسلکي تخنيک د ښوونيز مرکز په هکله د المان خبريالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.

هغه وويل، د شينجيانګ چارې د چين کورني چارې دي. زه هيله لرم چې تاسو خبريالان د چين حکومت يعنې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت لخوا خپاره شويو مالوماتو او خبرونو ته پاملرنه وکړئ، نه بې اساسه شايعاتو ته.

هغه وويل، هيله لرم چې د تروريزم او تندلارۍ سره د مبارزې او د کورواکې سيمې د ټولنيز ثبات او د خلکو د امنيت د ساتنې لپاره د شينجيانګ حکومت لخوا په کوښښونو ځان پوه او ورڅخه ملاتړ وکړئ. دغه کوښښونه له تروريزم سره د مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې له غوښتنې سره سمون لري. موږ په دې مبارزه کې وقايوي چارو ته لومړيتوب ورکوو. که وقايوي چارې په ښه توګه تر سره شي، د تروريزم د خپرولو بنسټ به له منځه يووړل شي. دا د تروريزم پر ضد تر ټولو ښه لاره ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای